د حزب همبستګي افغانستان په نوم د سیاسي ګوند لسګونو پلویانو په کابل ښار کې د ثور د اوومې او اتمې پر ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو د ثور اوومه او اتمه د هېواد د بدمرغۍ ورځې او په هیواد کې د روان ناورین پیلامې وبللې. دوی همدا راز هغه کسان جنګي مجرمین وبلل چې بې ګنا خلک یې وژلي دي. لاریون کوونکو د پاکستان او ایران پر ضد هم شعارونه ورکول او دواړه هېوادونه یې د افغانستان د ورانۍ له مهمو عاملینو وبلل.سرچينه : ټآټوبی