دخپریدو نیټه :شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 125355
د کابل لومړی حوزی چارواکو دندی ځندولی

د هیواد کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تیرې سې شنبې د ملي امنیت لسم ریاست باندې د ځانمرګي برید په تړاو د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې یو شمیر چارواکو دندې یې ځنډولې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ددې حوزې امر او پنځه نور امنیتي چارواکي دندې ځنډول شوي دي او د تیرې پیښې د څرنګوالي په اړه ترې څیړنې روانې دي.

ښاغلي صدیقي وايي، د یاد وزارت د تفتیش ریاست سپارښتنه کړې څو دغه پیښه په جدي توګه و څیړي.

د صدیقي په وینا، که چیري له دې ډلې څخه هر چا په دنده کې نا غیړي کړې وي؛ نو راپور به یې اعلام شي.

تیره سې شنبې څلور ځانمرګي بریدکوونکو د برجسته رجالو د ساتنې په ریاست باندې برید وکړ چې په پایله کې ۶۴ تنه ووژل شو او ۳۵۰ نور ټپیان شول.

طالب وسلوالو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

ویل شوې چې د بریدګرو له ډلې څخه یو لومړي یو مازدا ډوله موټر د دغه ریاست شاته چاودنه ورکړې او وروسته درې نور یې د ریاست ودانۍ ته ور ننوتل.

راپورونه کاږي چې یو بریدګر د پیښې له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی.

د تیرو څو میاشتو په اږدو کې دغه خونړۍ ترهګریزه پیښه وه چې ډیری پکې ولسي وګړي زیانمن شوي دي.

https://avapress.com/vdcgnn9qnak9xw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته