دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 124868
ځانمرګي برید په جلال آباد ښار کې ۱۲ کسان ووژل
په ننګرهار ښار کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ د ملي اردو نوي جذب شوي سرتیري وژل شوي دي.

د ننګرهار چارواکو ویلي دي چې په ننګرهار ښار کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ د ملي اردو نوي جذب شوي سرتیري وژل شوي دي.
په پیښه کې
۳۸ تنه نور ټپیان هم دي.

د جلال آباد د روغتون مشر احسان الله شینواري، د دوشنبې په ورځ وویل چې د یوه ځانمرګي برید له کبله د ۱۲ تنو وژل شویو کسانو مړي دې روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه زیاته کړې ده چې د چاودنې له کبله ۳۸ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې د ډیرو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان دي.»

په برید کې ټول وژل شوي کسان د افغانستان ملي اردو ته جذب شوي نوي سرتیري وو چې په یوه سرویس کې یې د جلال آباد ښار په څنډو کې سفر کاوه.

د ننګرهار د ولایتي شورا مشر احمد علي حضرت، ویلي دي چې لومړني رپوټونه ښيي چې برید کوونکی پر یوه موټر سایکل سپور وو او ځان یې د دغو سرتیرو له موټر سره جنګولی دی.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو ډیر وخت دغه شان بریدونه د طالبانو له خوا ترسره کیږي.

https://avapress.net/vdcepe8zvjh8wvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته