د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، په دغه جګړه کې د ارمانیا ځواکونو د دوی ۱۲ سرتیري وژلي او یو هلیکوپټر یې هم راغورځولی دی.
د ارمانیا او اذربایجان تر منځ جګړه کې د دواړو خواوو ۳۰ پوځیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. اذربایجان په دغه جګړه کې د ۱۲ سرتیرو د وژل کېدو او ارمانیا بیا د ۱۸ سرتېرو د وژل کېدو او ۳۵ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. روسیې او امریکا پر دواړو هېوادونو د اروبند غږ کړی دی. د ارمانیا او اذربایجان تر منځ په سرحدي سیمه قره باغ کې د دواړو هېوادونو د پوځ په جګړه کې لږ تر لږه ۳۰ پوځیان ووژل شول. د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، په دغه جګړه کې د ارمانیا ځواکونو د دوی ۱۲ سرتیري وژلي او یو هلیکوپټر یې هم راغورځولی دی. د ارمانیا حکومت هم په دغه جګړه کې د خپلو ۱۸ سرتیرو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. دواړو هېوادونو د جګړې د پیلېدو پړه یو پر بل اچولې ده. د ارمانیا او ازربایجان د پوځیانو تر منځ تېره ورځ جګړه پیل شوه، چې پکې دواړو هېوادونو ټانکونه، توپونه او نورې درنې وسلې کارولې دي. د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین تېره ورځ پر دواړو خواوو د اوربند غږ وکړ. د راپورونو له مخې روسیه پر دواړو هېوادونو وسلې پلوري. په ورته وخت کې امریکا متحده ایالتونو هم د ارمانیا او اذربایجان تر منځ وروستۍ جګړه غندلې ده. د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د دغو هېوادونو تر منځ په سرحدي سیمو کې د اختلافاتو د حل له پاره پر خبرو ټینګار کړی دی. قرباغ سیمه د ارمانیا او اذربایجان تر منځ موقیعت لري او تر دې وړاندې هم دواړو هېوادونو پرې اختلافات درلودل. د قرباغ سیمې په تړاو د یادو هېوادونو تر منځ جګړه په ۱۹۹۴ کال کې په اوربند پای ته رسېدلې وه. سرچينه : ټآټوبی