کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارمانیا او ازربایجان جګړه کې ۳۰ پوځیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي

ټآټوبی , 15 حمل 1395 ساعت 13:10

د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، په دغه جګړه کې د ارمانیا ځواکونو د دوی ۱۲ سرتیري وژلي او یو هلیکوپټر یې هم راغورځولی دی.


د ارمانیا او اذربایجان تر منځ جګړه کې د دواړو خواوو ۳۰ پوځیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
اذربایجان په دغه جګړه کې د ۱۲ سرتیرو د وژل کېدو او ارمانیا بیا د ۱۸ سرتېرو د وژل کېدو او ۳۵ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
روسیې او امریکا پر دواړو هېوادونو د اروبند غږ کړی دی.
د ارمانیا او اذربایجان تر منځ په سرحدي سیمه قره باغ کې د دواړو هېوادونو د پوځ په جګړه کې لږ تر لږه ۳۰ پوځیان ووژل شول.
د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، په دغه جګړه کې د ارمانیا ځواکونو د دوی ۱۲ سرتیري وژلي او یو هلیکوپټر یې هم راغورځولی دی.
د ارمانیا حکومت هم په دغه جګړه کې د خپلو ۱۸ سرتیرو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دواړو هېوادونو د جګړې د پیلېدو پړه یو پر بل اچولې ده. د ارمانیا او ازربایجان د پوځیانو تر منځ تېره ورځ جګړه پیل شوه، چې پکې دواړو هېوادونو ټانکونه، توپونه او نورې درنې وسلې کارولې دي.
د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین تېره ورځ پر دواړو خواوو د اوربند غږ وکړ.
د راپورونو له مخې روسیه پر دواړو هېوادونو وسلې پلوري. په ورته وخت کې امریکا متحده ایالتونو هم د ارمانیا او اذربایجان تر منځ وروستۍ جګړه غندلې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د دغو هېوادونو تر منځ په سرحدي سیمو کې د اختلافاتو د حل له پاره پر خبرو ټینګار کړی دی.
قرباغ سیمه د ارمانیا او اذربایجان تر منځ موقیعت لري او تر دې وړاندې هم دواړو هېوادونو پرې اختلافات درلودل.
د قرباغ سیمې په تړاو د یادو هېوادونو تر منځ جګړه په ۱۹۹۴ کال کې په اوربند پای ته رسېدلې وه. 


د مطلب کود: 124480

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/124480/د-ارمانیا-او-ازربایجان-جګړه-کې-۳۰-پوځیان-وژل-شوي-په-لسګونو-نور-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.net