د داعش وسله وال ادعا کوي، چې په ننګرهار کې یې یوه بې پیلوټه الوتکه راغوځولې ده. د داعش پلویانو پر ټولنیزو پاڼو ددغې الوتکې تصویرونه هم خپاره کړي دي.د داعش پلویان ادعا کوي، چې دغه الوتکه یې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې رانسکوره کړې ده. افغان حکومت او په هیواد کې میشتو بهرنیو ځواکونو تر اوسه دغه خبر نه دی تایید کړی.