دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 119466
په بروکسل کې لا هم امنیتي احضارات دوام لري
د دې هېواد صدراعظم پرون وویل چې بروکسل له جدي او ښايي ژر پیښیدونکي ګواښ سره مخامخ وي.

چارلز میشل خبریالانو ته وویل، دی ویریږي چې په بروکسل کې به هم د پاریس په شان تروریستي حملې وشي.

د بلجیم صدراعظم په خپل هېواد کې د پاریس د حملو په شان چې لس ورځې مخکې په یوه وخت کې په څو ځایونو کې پیښې شوې، د ورته تروریستي حملو په اړه خبرداری ورکړ.

په داسې حال کې چې بروکسل کې له شنبې ورځې راهیسې اعلان شوي احضارات نن هم دوام کوي، صدراعظم چارلز مېشل د بلجیم د ملي امنیت د شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې ډیر ګواښ تجارتي مرکزونو او عامه ټرانسپورټ ته متوجه دی.

ښاغلې مېشل زیاته کړه:

"څرنګه چې پرون مې هم یادونه وکړه، دا تاییدوم چې موږ د پاریس حملو ته له ورته حملو څخه ویره لرو- داسې چې څو کسان ښايي په څو ځایونو کې څو حملې وکړي.

له نښو نښانو مو دا نتیجې ترلاسه کړې چې احتمالي اهداف ښايي له ګڼې ګوڼې ډک ځایونه وي.

مثلاً موږ د تجارتي مرکزونو، پلورنځیو او د عامه ټرانسپورټ په اړه فکر کوو."

په بروکسل کې سخت امنیتي تدابیر ټینګ دي او پولیس د هغو مشکوکو کسانو په لټه کې دي چې د چارواکو په وینا د حملو پلان لري.

د بروکسل د مېټرو ښاري سیسټم، ښوونځي او پوهنتونونه بند دي، د فوټبال لوبې او نور مناسبتونه ځنډول شوي او په اورګاډو، د اورګاډي په سټیشنونو او هوايي ډګرونو کې د امنیتي مامورینو شمیر زیات شوی دی.

چارواکي شک لري چې د پاریس د حملو یو مشکوک تنظیموونکی، صلاح عبدالسلام به ښايي په بروکسل کې پټ شوی وي خو د بلجیم د کورنیو چارو وزیر جان جمبون ویلي، هغه ګواښ چې بروکسل ورسره مخامخ دی، په دې ښار کې د صلاح عبدالسلام د حضور په پرتله زیات جدي دی.

جمبون پرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې اوسنی ګواښ د یوه ځانګړي شخص د ګواښ په پرتله لوړ دی.

د پاریس د لسو ورځو مخکې د حملو یو بل مشکوک تنظیموونکی عبدالحمید اباعود هم د بلجیم و.

اته ویشت کلن اباعود څلور ورځې مخکې د پاریس ښار په لمنو کې د پولیس په ډزو ووژل شو.

بروکسل چې نژدې یو میلیون وګړي لري د اروپا له خورا مهمو ښارونو څخه دی او د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر او د ناټو مرکزي قرارګاه هم په همدې ښار کې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceoqse2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته