دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 119066
په اچين کې له داعش ډلې زياتې سيمې نيول شوي
په دې ولسوالۍ کې د دوو اوونيو په پوځي عملياتو کې شاوخوا ١٥٠ وسله وال وژل شوي دي. ويل شوي چې په تصفيه شويو سيمو کې د ولسي خلکو په مرسته تازه پوستې جوړې شوې دي. د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش پرضد دغه پوځي عمليات د افغان قواوو له خوا په سرحدي ولسوالۍ اچين کې روان دي چې په نتيجه کې يې د دې ولسوالۍ ګڼې سيمې نيول شوي دي. د ننګرهار چارواکي وايي، وروسته له هغې چې داعش ډلې د دغه ولايت په ځينو برخو کې تحرکات پيل کړل، د افغانستان د امنيت شورا ولايتي ادارې ته ځيني اضافي پوځي صلاحيتونه ورکړل، چې له مخې يې والي په ځينو برخو کې د پوځي عملياتو د پيلولو په باب خپله تصميم نيولاى شي. د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي، په دغو عملياتو کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش وسله والو ته درانه تلفات هم اوښتي دي: "په اچين ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي، په تېرو دوو اوونيو کې شاوخوا ١٥٠ وسله وال وژل شوي او ګڼې سيمې ورڅخه نيول شوي دي. پر لږو سيمو دوى کنټرول لري چې امنيتي ځواکونه هلته هم له دوى سره په جګړه بوخت دي." په دې جګړه کې افغان قواوو ته د اوښتې مرګ ژوبله په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي. د والي وياند وايي، د اچين ولسوالۍ په تصفيه شويو سيمو کې د ولسي خلکو په مرسته نژدې شپږ امنيتي پوستې ايجاد شوي دي.دى وايي د داعش ډلې زياتره وسله وال بهرنيان دي. تردې مخکې په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزيري تېره دوشنبه په جلال اباد کې وويل، داعش ډلې چې ځان ته يې زيات کمالات هم کړي وو غوښتل اول د ننګرهار ولسوالۍ او بيا مرکز په خپله ولکه کې راولي. خو ښاغلى وزيري وايي، دوى له دوو مياشتو راهيسې د ننګرهار په سرحدي سيمو کې د داعش ډلې د مخنيوي لپاره پوځي تدابير جدي کړي او پوځي عمليات کړي: "دوى په ننګرهار ولايت کې زيات اکمالات کړي وو، غوښتل يې شينواري، اچين او نورې ولسوالۍ ونيسي او ځانونه جلال اباد ته ورسوي، خو موږ پر وخت خپل ځواکونه هغو سيمو ته ولېږل او دوې مياشتې کېږي زموږ ځواکونه هلته پراته دي، په دې موده کې د دوى ټول پلانونه شنډ شول." د ننګرهار د والي وياند وايي، اچين ولسوالۍ ته د بېځايه شويو کورنيو ستنېدنه پيل شوې ده. په وروستيو کې د داعش ډلې د سختو جګړو له کبله ګڼې کورنۍ له ناامنو سيمو نورو ځايونو ته په کډې کوره مجبوره شوې وې. په ملي شورا کې د ننګرهار استازو څو څو وارې له دولته په دې ولايت کې د داعش او نورو دولت ضد وسله والو ډلو پرضد د پوځي عملياتو د پيلولو غوښتنه کړې وه. د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر هم تېره مياشت په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو له درکه ورپېښو خطرونو ته په پام سره له ناټو او امريکا د ملاتړ غوښتنه کړې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdciq3azqt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته