دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 112954
د آذربایجان په باکو کې د اروپايي المپیک پرانیستي مراسم ترسره شول
د آذربایجان د پلازمېنې باکو په سپورټي سټیدیوم کې پرون د اروپا د لومړنيو المپیک لوبو د پیل په مناسبت پرتمین مراسم جوړ شوي وو او بهر ټول ښار چراغان و.
د اروپا المپیک سیالۍ د آذربایجان ولسمشر الهام علییوف د باکو په المپیک لوبغالي کې د شاوخوا اته شپېته زره نندارچانو په ګډون په جوړو شویو مراسمو کې پرانیستې.
نامتو امریکايۍ سندرغاړې لیډي ګاګا د اروپا د المپیک د سیالیو په مراسمو کې د سولې او یووالي سندرې وویلې.
د باکو ښار اوسېدونکې سبینا وايي چې اروپايي لوبې د آذربایجان د معرفي لپاره یو ښه فرصت دی: ((زموږ لپاره ډېره مهمه ده او اروپايي لوبې موږ ته مهمه پېښه ده؛ ځکه موږ غواړو خپل هېواد د یوه توریستي مرکز په توګه معرفي کړو او زموږ د اقتصاد د پرمختګ لپاره هم ډېر اهمیت لري.))
پروني مراسم که څه هم خورا پرتمین وو؛ خو لاهم د آذربایجان پر حکومت د بشري حقونو د مدافع ډلو انتقادونه پرځای پاتې دي. په دې ډلو کې یوه د بشري حقونو د څار ټولنه ده چې وايي؛ باکو خپل سیاسي مخالفین، خبریالان، حقوقپوهان او سیاسي فعالان ځپي.
د اروپا او آسیا په چارو کې د بشري حقونو د څار د ټولنې مرستیاله ریچل ډنبر وايي چې د باکو استبدادي چلند به د ټولو منفي دلایلو له کبله اروپايي لوبې تاریخي کړي.
د آزادي راډیو د آذري څانګې خبریالې خدیجي اسماعیلووا له زندانه په یوه لیک کې له نړېوالې ټولنې غوښتي چې د آذربایجان حکومت دې نه پرېږدي چې د اروپايي لوبو په وسیله د نړېوالو پاملرنه په آذربایجان کې د بشري حقونو له بد حالت څخه بلې خوا ته واړوي.
د مېرمن اسماعلیووا دا لیک نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې خپور کړ.
د پرونیو مراسمو پرمهال هم د رسنیو او فعالانو د ځپلو نښې نښانې په څرګنده لېدل کېدې. د آذربایجان حکومت څو تنو مدني فعالانو او بهرنیو خبریالانو ته په دې مراسمو کې د ګډون اجازه ورنکړه.
یوه بله پېښه چې په آذربایجان کې د اروپايي المپیک لوبې یې تر اغېز لاندې راوستې د پنجشنبې ورځې هغه ترافیکي پېښه وه چې په ترڅ کې یې درې اتریشي لامبوزن د لوبغاړو په کلي کې د یوه بس د ټکر په پېښه کې ټپیان شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchminzk23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته