دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 111522
په هرات ولایت کې د یوې پیاوړې ماین جوړونکې درې کسیزې ډلې نیول
د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ بریالیو او پر وخت عملیاتو په ترڅ کې یوه درې کسیزه پیاوړې ماین جوړونکې ډله د بشکه یي،مقناطیسي او ریموټ کنټرول بمونو د جوړولو پر مهال له :(۳) عدده په لاس جوړ شويو ماینونو،په ریموټ کنټرول سیسټم چاودنې ته عیار شوي (۴) لاسي بمونو،(۱۶) برېښنايي چاودېدونکو کپسولونو،(۳) عدده ریموټ کنټرولونو،(۸) سیټه موبایلونو چې په چاودنو کې ترې کار اخیستل کیده،(۱۰) عدده د ماینونو د چاودنې له سوچونو،(۱۰) عدده پیاوړو مقناطیسونو،د جي پی اس له یوې وسیلې،(۴) عدده ۹
ولټیزه بطریو،(۵) متره د ماینونو له مزي،یو پایه کمپیوټر،یو میل تفنګچې،یو عراده موټرسایکل، د ماینونو د جوړولو د لارښوونې او د طالبانو د ډلې له تبلیغاتي (۲۹) پاڼو او ګڼ شمېر چاودېدونکو توکو او وسایلو سره د هرات ښار له اړوندو سیمو څخه نیول شوي دي.
یادې ډلې هوډ درلود چې له یادو توکو څخه په ګټي اخیستو سره د هرات ښار په اړوندو سیمو کې یو لړ ترهګریزې او ویجاړونکې کړنې ترسره کړي چې له نیکه مرغه د افغانستان دسولې او ثبات د دښمنانو دغه ناوړه پلان په وخت کشف او د ګڼو خونړیو ترهګریزو پېښو مخه ونیول شوه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchiznzi23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته