افغان غږ خبری آژانس: د فرانسې بیلوتایته خبري آژانس د خبر له مخې، د استونیا، لاتویا، فنلنډ، ناروې او پولنډ له خپلو سیالانو سره تر خبرو اترو وروسته د دغه دیوال د جوړولو د هوکړې خبر ورکړ. دا پلان په اوکراین کې د روسیې د جګړې په منځ کې د امنیتي اندېښنو له امله وړاندې شو.
بیلوتایته له «BNS» خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «دا ډرون دیوال چې له ناروې څخه تر پولنډ پورې غځېدلی، یو نوی نوښت دی او موخه یې دا ده چې زموږ د سرحدونو د ساتنې لپاره له ډرون او نورو ټیکنالوژیو څخه کار واخلي.»
هغه زیاته کړه: UAVs او نور ټیکنالوژي، د فزیکي زیربنا او د څارنې سیسټمونو سره، موږ ته اجازه راکوي چې د غیر دوستانه هیوادونو د پارونکو اقداماتو په وړاندې ځان خوندي کړو او د قاچاق مخه ونیسو.
د لیتوانیا د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې په دې پلان کې به د بې پیلوټه الوتکو ضد سیسټمونه هم وکارول شي چې د دښمن بې پیلوټه الوتکو سره معامله وکړي. نوموړي د دغه پلان د عملي کېدو لپاره مهال وېش وړاندې نه کړ.
لیتوانیا په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د کییف ملاتړی دی او د لیتوانیا لومړۍ وزیرې انګریدا سیمونټ په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې هېواد به یې د کییف لپاره درې زره بې پیلوټه الوتکې واخلي.
د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلي لینډسبرګیس هم د دوشنبې په ورځ وویل چې لویدیځ متحدین باید د اوکراین له خوا د خپلو وسلو په کارولو بندیزونه لرې کړي او کییف ته اجازه ورکړي چې پر روسیې برید وکړي.
د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکړ: اوکراینیان باید د روسیې په خاوره، اکمالاتی کرښو او د روسیې پوځی واحدونه چې پر اوکراین د حملې لپاره تیاری لری، حمله وکړی.