دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 290943
هرات ولایت ته د تورغنډي بندر له لارې هره ورځ سل موټر او درې اورګاډي بار داخلیږي
د هرات سیمه ییز چارواکي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، چې هره ورځ سل موټر او درې بار وړونکي اورګاډي د تورغندي بندر له لارې هېواد ته داخلېږي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د تورغنډۍ د بندر مرستیال مولوي همایون همت وايي چې د بندر په چارو کې د یو لړ اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د تورغنډۍ په بندر کې د سوداګرۍ بهیر زیات شوی دی. 

د هغه په ​​وينا، دغه بندر مشخص کاري ساعتونه نه لري او د ترانزيټي وسايطو تر شتون پورې د يادې ادارې کارکوونکي کار کوي.
 
ښاغلي همت زیاته کړه: پخوا به له دې بندره له ۶۰ تر ۷۰ بار وړونکي موټر او یو اورګاډي هېواد ته داخلېدل، خو اوس دغه بهیر له ۱۰۰ ډېر موټرونه او درې اورګاډي له ډېرو واګونونو سره مخ شوي دي. 

د هرات د تورغونډۍ بندر چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري، د هېواد په لوېدیځ کې یو له مهمو بندرونو څخه دی او د هېواد او هرات ولایت لپاره له اقتصادي پلوه مهم موقعیت لري.

له دغه بندر څخه هېواد ته تېل، ګاز، اوړه، غلې دانې او نور محصولات واردېږي، له افغانستان څخه به وچه مېوه او د مرمر په ګډون قیمتي ډبرې هم صادرېږي.
https://avapress.com/vdcc0xqi12bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته