دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 107097
جمهور رئیس غني د امریکا د دفاع وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني، نن له غرمې وروسته د امریکا د دفاع  وزارت له مرستیال سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني د تروریزم پرخلاف د جدي مبارزې اړتیا ته د اشارې په ترڅ کې وویل، ترهګرۍ هغه شومه او ناوړه پدیده ده چې سرحد نه پیژنې، له دې امله لازمه ده چې د سیمې او نړۍ په کچه د دغې پدیدې پرخلاف د منسجمو همکاریو له لارې جدي او ګډه مبارزه ترسره شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې ترهګري مذهبي اړخ نه لري، بلکې له اسلام څخه په بشپړه توګه غلط تصویر وړاندې کوي چې له همدې کبله د افغانستان ۴۰۰۰ دیني عالمانو په دې وروستیوکې په پراخو غونډوکې تروریزم وغانده.
جمهور رئیس غني وویل چې د افغانستان دولت او خلک د امریکا له حکومت او خلکو څخه د هغوی د همکاریو له امله مننه کوي او هیله لري چې دغه هېواد له افغانستان سره خپلو اوږد مهالو همکاریو ته دوام ورکړي.
د امریکا د دفاع وزارت مرستیال د خپل هېواد له لوري د افغانستان له خلکو او دولت سره د اوږدمهالو همکاریو او د افغان ځواکونو د پیاوړتیا ډاډ څرګند کړ.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhaevauqeyyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته