دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 103711
په جلریز کې د درې لوبغالو په ګډون ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د فوټبال او والیبال درې لوبغالي،یو استنادي دیوال او د اوبو یوه ذخیره تر جوړیدو وروسته نن ( چهارشنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
دغه پروژې،چې د ثبات پروګرام له لورې د جوړیدو چارې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړي شوي،چې په یو وخت کې ورڅخه ۱۵ سوه کورنۍ ګټه اخلي .
د والیبال او فوټبال لوبغالي، په ۱۴ سوه متره مربع سیمه کې د خواجه محمد ولي،امام اعظم او شهید یعقوبي لیسو کې د ثبات پروګرام له لورې د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي.
همدا راز د اوبو یوه ذخیره،چې ۱۸متره اوږدوالی،۱۲متره سور او ۳ متره ژور والی لري او استنادي دیوال،چې ۱۶۰متره اوږدوالی او ۲ متره ژور والی لري هم د ۳میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او چارې یې بشپړې شوې .
د یادو پروژو د چارو د بشپړېدو په مراسمو کې دجلریز ولسوال،د ثبات پروګرام غړو،د سیمې مخورو،ځوانانو او لوبغاړو ګډون کړی وو.
د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري د خپلو خبرو پر مهال د ثبات پروګرام څخه مننه وکړه،چې په دغه ولسوالۍ کې د بیارغاونې چارې ترسره کوي .
ده د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پیغام هم ولسونو ته ولوست،چې په کې د یادو پروژو څخه د ساتنې لارښوونه شوې وه.
د لوبغاړو په استازۍ سباون د دوی په ښوونځیو کې د لوبغاړو پر جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه،چې د دې ولسوالۍ په نورو ښوونځیو کې دې هم ورته لوبغالي جوړ شي.
قومي مشر اخترمحمد ژمنه وکړه،چې د نورو پروژو په څېر به د یادو پروژو څخه هم ښه ساتنه وکړي .
ده هم له مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې په سیمه کې ورته لوبغالي،استنادي دیوال او د اوبو ذخیره جوړه کړه .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizpazzt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته