دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 218307
په افغان جګړو کې ملکي تلفات او د امریکا پر نظامي تګلاره نیوکې
د امریکا لخوا په ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې د نظامي فشار له لارې مذاکرتو ته د طالبانو د اړیستلو ستراتیژي د پراخو ملکي تلفاتو لامل ګرځیدلې ده. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو تحقیقاتي راپور کې ویلي، چې متحدو ایالتونو افغانستان کې د دوی په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو ډیرې پیښې له سره څیړلې نه دي او په وروستیو کلونو کې یې حتی د دا ډول پیښو د څیړونکي ټیم غړي هم د پام وړ کم کړي دي.

واشنګټن په دغو کلونو کې هڅه کړې، چې افغانستان کې په خپلو هوايي بریدونو کې د اوښتو ملکي تلفاتو په اړه حقایق پټ کړي او دا هڅې له دې ښه جوتیدای شي، چې یوازې په ۲۰۱۹ کال کې د پنټاګون او ملګرو ملتونو لخوا د امریکا په هوايي بریدونو کې د وژل شویو افغانانو د ارقامو ترمنځ ۵ برابره توپیر موجود دی.
معلومات دا دي، چې په تیرو دوو کلونو کې د ولسمشر غني لخوا هم د ملکي تلفاتو د ادعاوو د څیړلو لپاره له ټاکل شويو پلاويو څخه د یوه د څیړنو پایله هم نه ده شریکه شوې.
د امریکا هوايي ځواکونو په ۲۰۱۸م او ۱۹م کال کې په افغانستان کې نږدې ۱۵ بمونه غورځولي دي او دا ارقام د تیرو شلو کلونو جګړه کې بې ساري دي.
 پنټاګون د ډونلډ ټرمپ د تګلارې له مخې افغانستان کې هوايي بریدونه ددې لپاره ډیر کړي وو، چې طالبان د نظامي فشار له لارې مذاکراتو ته اړباسي، خو دغو بریدونو سلګونو ملکي افغانانو ته هم مرګ ژوبله واړوله.   
اوس موندنې ښيي، چې واشنګټن په دغو کلونو کې هڅه کړې، چې افغانستان کې د دوی په هوايي بریدونو کې د اوښتو ملکي تلفاتو حقایق پټ کړي او دا اړتیا یې هم له پامه غورځولې، چې په خپلو هوایي بریدونو کې د ملکي تلفاتو ادعاوې وڅیړي.
په دغه تحقیقي راپور کې راغلي، چې د جګړې پر مهال د ملکي تلفاتو په اړه کره څیړنې د خونړیو تیروتنو د تکرار مخه نیسي او د ملکیانو ژوند خوندي کوي، خو پنټاګون په وروستیو کلونو کې پر دا ډول پیښو سترګې پټې کړي او ګڼې پیښې له سره څیړلې نه دي.
واشنګټن پوست په خپل دغه راپور کې وايي، چې کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت اصلآ د ملکي تلفاتو او په دې تړاو د څیړنو په اړه د پوښتنو ځوابولو ته نه حاضریږي او یوازې په دې ادعا بسنه کوي، چې دوی دا ډول هره پیښه څیړي.
په دغه راپور کې راغلي، چې له ۲۰۱۹ کال وړاندې له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ادعاو د څیړنې لپاره یوه «بورډ» کار کاوه، خو د قاطع ملاتړ ماموریت د ۲۰۱۹ کال نیمايي کې دغه بورډ منحل کړ او یوازې څلور غړي یې پاتې شول.
دغه ورځپاڼه افغان حکومت هم د دولت پلوه ځواکونو په هوايي بریدونو کې د اوښتو ملکي تلفاتو په اړه د حقایقو په پټولو تورنوي او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو په حواله لیکي، چې په تیرو دوو کلونو کې د ولسمشر غني لخوا د ملکي تلفاتو د پیښو د څیړلو لپاره له ټاکل شویو پلایو څخه د یوه نتیجه هم نه ده اعلان شوې.
واشنګټن پوست د افغانستان لر او بر کې له ګڼو داسې کسانو سره هم مرکې کړي، چې په هوايي بریدونو کې د سر او مال زیان ور اوښتی، خو تر اوسه یې چا پوښتنه هم نه ده کړې.
دوی وايي د عامه اګاهۍ کمښت، بیروکراسي، فساد او د بهرنیو ځواکونو له سرچینو سره د مستقیمو اړیکو د زمینې نشتوالی ددې لامل شوی، ور اوښتې خسارې جبران نه شي. ملکي تلفات له بهرنیو ځواکونو او دولت سره د خلکو واټن او طالبانو ته د ولس د نږدې کیدو یو عمده دلیل هم ګڼل کيږي.
https://avapress.com/vdcgz79xuak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته