د حضرت امام صادق ع د شهادت په اړه له یوه ځانګړې وینا سره ستاسو په خدمت کې یو هیله ده چې تر پایه راسره مله اوسئ. یوه د زمانې له ظلم او طاغوت سره مبارزه ،اوبله هم د اسلام دسپیڅلي معارف بیانول، او د دغه الهي دین د حقیقي څيرې روښانول د امام جعفر صادق علیه السلام د وخت ځآنګړنې وې .
عزیزانودحقیقت اورښتینولۍ د یوه بیرغوال د شهادت په کلیزې کې یو چې د ځلانده ستوري په څير د رهبرۍ او هدایت په آسمان کې وځلیده، او د نیکمرغۍ د د لارې ډيوه شو.
د ۱۴۸ هجري قمري کال د شوال په ۲۵ نیټه ، اسلامي نړۍ د پیغمبر ا کرم د اهل بیتو د یوه سترشخصیت د شهادت په غم کې ډوبه شوه.
په دې و رځ حضرت امام جعفر صادق ع په ۶۵ کلنۍ کې د عباسي دویم خلیفه دوانیقي په حکم په یوې دسیسې کې مسموم او شهید شو.
د حضرت اما م صادق ع په با برکته ژوند کې په ژوندانه کې دوه موضوع د دوو بهیرونو په څیر تل د نورو موضوګانو په سر کې وې، چې دواړه دیو بل د بشپړونکي په تو ګه وې .
هغه امام په ۳۴ کلن امامت کې له یوې خوا د طاغوت په نفي کولو او له بلې خوا د انسانانو په تفکر کې په اسلامي کلتوري ا نقلاب سره د اسلام ستر حقیقت تشریح اوبیان کړ.
دوستانو د حضرت امام صادق ع د شهادت دکلیزې په مناسبت د تسلیت په وړاندې کولو سره د هغوي د ژوند او نوراني تفکر ځینې برخې درته بیانوو.
د امام صادق ع په زمانې کې سیاسي او ټولنیز وضعیت داسې و چې د هغه حضرت سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره یې مناسب فرصت برابر کړ.
هغوي د بني عباس او بني امیه د سختې نښتې په و خت دغه فرصت ترلاسه کړ چې یوه موده له سیاسي دباونو لرې، د اسلامي تفکر په بیان او بیارغونه پیل وکړي.
دغه مسله سبب شوه چې د حق د مکتب لیوالان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مدینې ته ورشي، او د امام صادق ع ګیرچاپیر ، دشمعې ګیرچاپیر د پتنګ یا شب پرک په څير تاو شي.
په دې توګه چې هره ورځ یې شاګردان زیاتیدل، او ۴ زرو کسانو ته ورسیدل.
په تبلیغ، ارشاد، او هدایت کې د حضرت امام روده، د هغه وخت په ټولنې کې ژور اغیز وکړ.
هغه حضرت، که څه هم د خپلې زمانې د طاغوتیانو په خلاف وسله واله مبارزه ونکړه خو د علم ، عقل او بیان په وسلې سره یې په هر فرصت کې مبارزه وکړه.
د امام تبلیغي او هدایتي فعالیتونه داسې وو چې د وخت خلیفه منصور اعتراف وکړ چې جعفر بن محمد که څه هم له تورې سره پاڅون نه کوي، خو د هغه اقدامات ، له یوه پاڅونه هم ماته مهم ا و سخت دي.
دا حقیقت دی چې تشیع مذهب د امام صادق ع په دوامدارو هڅو سره پراخ شو او له همدې کبله په جعفري مذهب مشهور شو.
دغه شهرت د اهل بیت د معارف او کلتور په تنظیم او خپریدا او بشپړیدا کې د هغه حضرت د رول ښودنه کوي، چې تر هغه وخته پورې په پراخه توګه نه وو ثبت شوی.
امام ع په ځانګړې وړتیا سره اقتصادي، عبادتي، اخلاقي، روزنیز ، فلسفي او کلامي مسلې بیان کړې او دغه مهمه چاره یې په ډیره ښه تو ګه ترسره کړه.
ابو زهره چې د مصر او سني مذهب مشهور عالم دی ، د امام صادق ع د کلتوري او علمي شخصیت د جامع والي په اړه په زړه پورې خبرې او لیکنې لري.
هغه وايي:
اسلامي عالمان، د عقیدې او مسلک د نظرونو له زیاتوالي سره سره ، د امام صادق ع او دهغه دعلم اوپوهې په اړه یو نظر لري .
مورخینو هم په خپلو آثارو کې د امام صادق ع د علمي شخصیت او پوهې په پراخوالي اعتراف کړی . مشهور مورخ ابن خلکان په دې اړه لیکي:
امام صادق ع د ا هل بیت یو ستر شخصیت و . هغه د خبرو د صداقت له کبله په صادق مشهور شوی و، او فضل او پوهه یې لا مشهوره ده چې توضیح ته هیڅ اړتیا نلري.
د مام صادق ع په وخت کې الحادي مکتبونه د نورو انحرافي مکتبونو په څير غولونکي فعالیتونه کول، او ټولنې خلک په تیره بیا ځوانان یې د خپل تاوان تر ا غیز لاندې راوستل.
اما صادق ع ددغو مکتبونو له کسا نو سره مباحثه او منا ظره کوله، او هغوي یې که څه هم د اسلام په مقابل کې باطني کینه درلودله، د خپل قاطع برهانونو او دلایلو په وړاندې تسلیم کول.
د خلکو په پوهې او خبرتیا په رامنځته کولو او د هغوي د فکري او عقیدوي ملاتړ په پیاوړتیا کې ،د دغو بحثونو او مناظرو نتیجه، ډيره اغیزمنه او رغنده وه.
دغو بحثونو د الحادي کسانو له لوري په خلکو رامنځته شوي شکونه لرې کړل.
ابن مقفع ، ابوشاکر دیصاني ، ابن ایي العوجا ، او عبدالمالک بصري په الحادي مکتب پورې اړونده کسا ن وو چې د خداي پاک شتون او د نبوت او د معاد منکر وو، خو هر یوه ددغو کسان کله چې له امام صادق ع سره مباحثه وکړه نو د امام په ژوره پوه، علمي قدرت او استدلال یې اعتراف وکړ.
ابن ابي العوجا ، امام صادق ع یې د وړتیا او صبر ښاوند باله او اعتراف یې و کړ چې هغه حضرت زمونږ دلیلونه او استدلالونه په ډیرو لنډو خبرو او برهانونو رد کول.