دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 287583
نن سهار ۳ بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په «لمان» سیمه کې او د خوست ولایت د «سپیره» ولسوالۍ د ملکي خلکو ۲۸ کورونه بمبار کړل. په دغو بريدونو کې درې ښځې او درې ماشومان په پکتيکا او دوه ښځې په خوست کې شهيدان شوي دي.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د یوې سرچینې او پاکستاني خبریالانو د راپور له مخې، د پاکستان پوځ په پکتیکا کې د «عبدالله شاه» په نوم د پاکستاني طالبانو یو قومندان په نښه کړی، خو د اسلامي امارت ویاند دا ادعا ردوي. ویل شوي چې د عبدالله شاه په نوم یو کس چې پاکستاني لوري ادعا کوي په دغو بریدونو کې په نښه شوی، په پاکستان کې دی.

دغه راز عبدالله شاه چې په افغان خاوره د پاکستاني جنګیالیو د نن سهار په بریدونو کې د وژل کیدو ادعا کوي، د یوې ویډیو په خپرولو سره دا خبر رد کړ.
د ټي ټي پي د دغه قومندان د وینا ویډیو
په دې ویډیو کې هغه وايي چې زه روغ یم او د پاکستان په وزیرستان کې اوسېږم.

په همدې حال کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو د پاکستاني جنګیالیو د دغه یرغل په ځواب کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.

په دې اړه د ملي دفاع وزارت وياند وويل: د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه د هر ډول يرغليزو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر حالت کې به د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.
https://avapress.com/vdcivyarpt1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته