ځینی سرچینی د سولې عالی شورا رییس محمد کریم خلیلی سفر څخه و تهران ته خبر ورکوی.
دا سرچینه وایی چی ښاغلی خلیلی راتلونکې اونۍ شنبه په ورځ د عقرب په ۱۲ نیټه د یو هیات په راس کې تهران ته سفر کوی.
ددی سرچینی په وینا، دا سفر د جواد ظریف، ایران خارجه چارو وزیر په غوښتنه صورت نیسی.
دا په داسی حال کې دی چی ددی مخکې افغانستان سولې خبرو اترو په برخه کې د نړۍ او سیمه ایزو هیوادونو هڅو په لړ کې، د ایران خارجه چارو وزارت ویلی وو چی که افغانستان وغواړی، دا هیواد هر مرسته چی وکولای شی د دولت او ټولو ډلو ترمنځ تفاهم رامنځته کولو کې کولای شی.
عباس عراقچی؛ د ایران خارجه چارو وزارت معاون هم کابل ته سنبله ۲۰ نیټه خپل سفر کې، حکومت اجرائی رییس سره لیدنه کې اعلان کړ چی دا هیواد افغانستان ابتکار څخه د ملی وحدت ساتنې، ثبات تامین، سولې او امنیت څخه ملاتړ کوی.
دا په داسی حال کې دی چی ناظرانو په باور، ایران د افغانستان ګاونډی هیواد په حیث او سیمه ایز لویو معادلاتو کې موثر قدرتونو څخه، د افغانستان سولې پروسه کې خپل اصلی ځای نه دی بیدا کړی او دا شکاره کوی چی افغانستان سولې پروسه، خارجی قدرتونو انحصار کې یو سیاسی پروژه ده.
افغانستان خارجی سیاست اصولو او ګټو له نظره، داچی ایران د سولې په پروسه کې، سهم او برخه نه لری؛ خو هغه خارجی قدرتونه چی هیڅ اشتراکات د افغانستان سره نه لری او په زرهاوو کیلومتره هغه خوا، افغانستان ته نړۍ غربی ترینه لورو څخه لشکر کشی کوی، افغاسنتان سیاسی ثبات او استقلال او ملی حاکمیت او امنیت پوری اړوند مهم پروسی برخلیک په اختیار کې ولری، نه عادلانه دی او نه عاقلانه.
ایران په افغانستان کې، مشروع ګټې لری چی باید سولې هر ډول پروسه کې په نظر کې ونیول شی؛ لکه څنګه چی ایران داخلی تحولات، افغانستان لپاره مهم دی او ایران بی ثباتی او بحران، افغانستان ملی امنیت په ګټه نه دی او کابل به هم ورڅخه ملاتړ ونه کړی.
دا مسایلو ته په کتو سره، ددی هیله شته چی تهران ته د ښاغلی خلیلی مخته سفر، وکولای شی ایران اسلامی جمهوری حاشیه نشینی او انزوا افغانستان سولې پروسه کې برطرف کړی او تهران ته افغانستان ثبات او اقتدار او ملی پایداری لپاره یو موثر لوری په حیث دا مکان ورکړی چی خپل نقش سولې پروسه کې ترسره کړی.
له بل لوری، د پوهانو په باور، افغانستان لکه څنګه چی تراوسه شکاره کړی دی، ددی وروسته هم اړتیا لری ترڅو امریکا او ایران ترمنځ شته خصومت باندی غلبه وکړی او خپل ملی ګټې د دوو قدرتونو نښتو څخه لیری وساتی. ددی مهم هدف تحقق، تهران قدرت او ځای او سهم ته توجه په سیمه ایز معادلاتو کې دی.
په دی کې کوم شک نشته چی سولې پروسه، اصولآ افغانستان سیاسی برخلیک او ملی حاکمیت پوری اړوند مسئله ده او باید افغانانو رهبری او مالکیت لاندی وی؛ خو لومړۍ داچی اوس دا مهم نادیده نیول کیږی او دا یواځی امریکا دی چی افغانستان سیاسی استقلال اصول او ملی حاکمیت نقض سره، طالبانو سره مستقیم ډول خبری کوی او افغانستان دولت ددی دایری څخه لیری پاته دی. بل مسئله داده چی د افغانستان سولې ځینی برخې، سیمه ایز او بین المللی ابعاد لری چی یواځی خارجی موثر قدرتونو صادقانه همکاری سره حل لاره ورته پیدا کیدلای شی.
دا مسایلو ته په کتو سره، دا عادلانه نه دی چی امریکا او اروپا او اعراب د افغانستان سولې پروسه کې سهم ولری او ددی ملی پروسی اصلی محورونه خپل کنترول او انحصار کې ولری؛ خو ایران او روسیه او هند په شان موثر قدرتونه، ددی دایره څخه لیری قرار ونیسی او اجازه ونه لری چی افغانستان سیاسی راتلونکې کې خپل مشروع ګټو څخه قانونی لارو څخه صیانت وکړی.
د ټولو سیمه ایز او بین المللی قدرتونو سهیم کول افغانستان ننۍ وضعیت باندی سولې پروسه کې، د کابل څو اړخیزه او مستقل خارجی سیاست استراتژی شکاره کوونکې دی او که دا کار ترسره شی، دا ثابتوی چی افغانستان یو مستقل هیواد دی او خپل ملی حاکمیت په برخه کې د هیڅوک څخه اجازه نه اخلی. بناپردی، ددی هیله شته چی تهران ته سولې عالی شورا مشر سفر کې، دا مهم ترسره شی.