د چین خارجه وزارت ټینګار کړي چی ددی هیواد تیلو او تجاری اړیکې د ایران هیواد سره د هیڅ هیوا په زیان نه دی.
د ایران سره د هسته ای تړون څخه د امریکا وتلو وروسته، دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړي چی ددی وروسته هغه کسان چی ایران سره معامله کوی نه شی کولای د امریکا په بازار کې برخه ولری.
د اروپا، چین، روسیه، هند او ترکیه اتحادیه د ایران تحریم سره مخالف دی.
چین د ایران څخه په روځ کې ۶۵۰ ډبی تیل رانیولو سره د ایران تیلو مهمو مشتریانو څخه دی چی نږدی اوه سلنه ددی هیواد وارداتی تیل جوړوی.
چین یو ځل بیا د امریکا یو اړخیزه تحریمونو سره خپل مخالفت وښوده.
چین ویلی دی چی د ایران او چین اړیکې د تجاری او انرژی په برخه کې، مناسب، عادلانه او قانونی دی.
دا هیواد ویلی دی چی د تحریمونو څخه ګټه اخیستنه په هر بهانه او هیوادونو په ګواښلو سره هیڅ مشکل به حل نه کړی او یواځی خبری اتری او مذاکرات د مساله حل حقیقی لاره لاره ده.
په دی چی ډیر هیوادونه د ایران په وړاندی د ترامپ زورګویانه او یو اړخیزه تحریمونو سره مخالفت کړي؛ خو ترکیه او چین چی د ایران سره پراخ تجاری اړیکې لری، رسمآ اعلان کړي چی د امریکا تحریمونو سره هملاریتوب نه کوی.
اروپا اتحادیه هم ویلی دی چی خپل بازدارنده قانون څخه د ترامپ ایرانی ضد تحریمونو بی اغیزه کولو لبراه او ایران سره د اروپایی شرکتونو همکاری هڅولو لپاره ادامه ورکوی ترڅو د برجام له منځه تللو څخه مخنیوی وکړی.
ترامپ خپل نابخردانه او خیره سرانه او یو اړخیزه تصمیمونو سره د ایران په وړاندی امریکا په سرعت سره انزوا سره مخ کړی دی؛ هغه انزوا چی د ډیرو بین الملل اړیکو کارپوهانو په باور کولای شی په نړیوال برخه کې د امریکا قدرت او رهبری سقوط لامل شی.
ډیر هیوادونه ددی لپآره چی ترامپ امریکایی غواړی خپل ملی قوانین پر نورو هیوادونو باندی هم تحمیل او اعمال کړي، خشمګین او په قهر دی.
کیسه یواځی د امریکا سره معامله نه کول نه دی، امریکا، ډیر بانکونه، شرکتونه او اقتصادی سازمانونه ایران سره نور هیوادونو مربوط، په درانده جریمه وضع سره تنبیه کړی دی.
دا ممغه څه دی چی د یو هیواد اقتصادی استقلال تر پوښتنې لاندی وړی او هغه د امریکا مالی مستعمراتو مرز پوری سقوط ورکوی.
د مثال په توګه، ځینی پوهان په دی باور دی چی د ترامپ او ترکیه ترمنځ شته مشکلات، د تهران او انکارا ترمنځ دوستی او استراتژیکی اړیکو له امله دی. ترامپ د ترکیه څخه دا هیله لری چی عرب سر سپارلۍ رژیم په شان، ایرانی ضد سیاستونو سره هملاری شی او عربی ناتوسره یوځای شی چی اسراییل جعلی رژیم استراتژیک ګټو سره هملاری د ایران په وړاندی ډګر ته دننه شی.
دا هغه څه نه دی چی ترکیه لپاره د اردوغان په مشری د قبول وړ وی. ترکیه حتی که د رهبردی او استراتژیک نقطه څخه وکولای شی ایران نادیده ونیسی او هغه لاره چی ترامپ توصیه کوی لاړ شی، اقتصادی برخه کې نه شی کولای ایران سره اړیکو نه بغیر، خپل حیاتی اړتیاوی بالخصوص تیول او ګازو په برخه کې تامین کړی.
په همدی دلیل اوس چی ترکیه د ایران او امریکا په منځ کې، ایران لوری نیولی دی، د هغو نا عادلانه لګښټونو ورکړی په حال کې دی چی امریکا له لوری ترکیه باندی تحمیل شوی دی.
بله نکته داده چی ترامپ دولت خپل دا عمل سره حتی خپل ترټولو پخوانۍ او نږدی راهبردی شریک او ملګری شاته پریښی دی. جاری تجاری جنګ د امریکا او کانادا او مکزیک او اروپایی هیوادونو ترمنځ ددی وضعیت یو مثال دی.
ترامپ لپاره هغه څه چی لومړیتوب لری، دامریکا دولت اقتصادی لګښت کې صرفه جویی او اقتصادی سرمایه کې حداکثر ګټې تامین دی؛ په دی منځ کې، دا کوم توپیر نه کوی چی د کوم لاری وی.
هغه د امریکا سلطه او اقتدار څخه په ګټه اخیستنې سره هڅه کوی چی تحریم وسیلی څخه ګټه واخلی او خپل دا مقصد ته ورسیږی خو داسی امریکا انزوا سره برابروی.
اوس یواځی عرب او اسراییل رژیمونه دی چی د ترامپ تحریم سیاستونو سره دنورو ملتونو په وړاندی همراهی کوی؛ خو آیا هغه کولای شی دا رژیمونو سره د امریکا نړیوال بقا تضمین کړي؟
ایران که حتی خپل اقتصادی شریکانو او راهبردی متحدانو له لوری هم ملاتړ ونه شی، کولای شی ددی مشکل وضعیت څخه په سلامتی تیر شی؛ ځکه د تیرو ۴۰ کالو راهیسی، تردی هم سخت شرایط شاته پريښی دی؛ خو بیله شکه، امریکا حتی خپل سنتی سنګر له لاسه ورکوی، دا لاره به نه ګرځیدونکې او ډیر لګښت لرونکې وی.
د امریکا بل خطرناک لوبه د بین المللی قواعدو نادیده نیول دی او ترامپ عملآ دا قوانین نادیده نیسی ترڅو بین المللی قوانینو په ماتولو سره قانون ماتول یو نړیوال رایج عرف باندی بدل شی.