دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 152205
پاکستان حضور؛ خاوره د افغانستان، اجازه د آمریکا؟

 

 

 

اسد درانی؛ پاکستان جاسوسی سازمان پخوانۍ مشر د راشا تودی تلویزیون سره په خبرو کی وویل چی د آمریکا نوی استراتژی په اساس، واشنګتن د پاکستان څخه غواړی ترڅو په افغانستان کی نظامی حضور ولری.

اسد درانی دا هم ویلی چی د آمریکا نوی استراتژی کی د افغانستان او جنوبی آسیا په لپاره کوم بدلون نه دی راغلی.

هغه ویلی دی چی آمریکا غواړی په افغانستان کی نظامی حضور وساتی؛ خو سولی لپاره هیڅ برنامه نه لری.

له بل لوری، تیره ورځ آلیس ولز؛ د امریکا خارجه وزارت یو ارشد دیپلمات وویل چی واشنګتن په صبر دی چی پاکستان خپل اقدامات د هراس افکنانو په وړاندی په راتلونکی اونیو او میاشتو کی شروع کړی او طالبانو باندی نفوذ څخه په ګټه اخیستنی سره، هغوی مذاکری میز ته کښینوی.

د تحلیلګرانو په باور په افغانستان کی د پاکستان حضور د آمریکا په غوښتنه یواځی یو ادعا دی او څوک نه سی کولای د صحت په اړه یی قطعی خبره وکړی؛ ځکه دا ادعا لمړۍ د چی د یو پخوانۍ پاکستانی جاسوسی سازمان له لوری مطرح سوی دی، نه دداسی کس له لوری چی په پاکستان کی یو رسمی مسئولیت ولری. دوهم ددا چی ددی ادعا اثبات لپاره یو اطمینانی سند نه دی ارائه ړی ترڅو په اساس یی، دا ادعا ثابت سی.

په دی خبره، بالفرض که آمریکا د افغانستان څخه دا غوښتی وی ترڅو په افغانستان کی، مستقیم نظامی حضور ولری، دا سناریو څو حالته پیدا کوی.

لمړۍ حالت دادی چی پاکستان، داسی غوښتنه نه قبلوی او موضوع په اساس کی منتفی کیږی؛ ځکه د آی اس آی جاسوسی سازمان مخکمنۍ مشر خبرو په اساس، آمریکا حاضر نه دی، په افغانستان کی د پاکستانی نظامی حضور لګښتونه په غاړه واخلی او دا د پاکستان اقتصاد لپاره یو جدی مسئله دی.

بل موضوع، په افغانستان کی د پاکستان غیری مشروع اهدافو مثبت آثار څخه اطمینان نه شتون چی اسلام آباد یی ولری.

که څه هم په افغانستان کی د آمریکا په مشری ائتلاف غړیو نظامی حضور ۱۷ کال کی، هر هیواد چی په افغانستان کی نظامی حضور درلودلی دی، ددی هیواد معادن او خدره توکو او اقتصاد او داخلی سیاست څخه ګټه پورته کړی دی او دا کار تر هغه ځایه پررنګه وو چی حتی ځینی وزیران هم په تیرو کلونو کی، مستقیمآ د خارجی هیوادونو له لوری معرفی کیدله او په دی ترتیب، سیاست رسمی چوکیانی، د خارجی هیوادونو اشغال د هغوی سهم په اساس د نظامی حضور او مالی مرستو ارائه کولو سره افغانستان دولت ته وو.

په دی حال کی، پاکستان هیله نه لری چی ددی لاری څخه کافی سهم ورته ورسیږی او په همدی دلیل، دا موضوع ته به لږ تمایل شکاره کړی.

ددی ترڅنګ چی اسلام آباد، د افغانستان خلګو انزجار او نفرت او مشحون منفی غبرګون څخه اندیښمند دی او نه غواړی ځان د افغانستان خلګو په وړاندی قرار ورکړی.

دوهم حالت، د پاکستان له لوری ددی غوښتنی قبلیدل دی. په دی صورت کی، اسلام آباد مجبوره دی چی ددی تصمیم جانبی تبعاتو ته هم غاړه کیږدی. ددی تبعاتو څخه یو، د تروریزم سره حقیق مبارزی لپاره پاکستان عملی او جدی تعهد دی؛ هغه څه چی اسلام آباد په عمل کی کولو ته یی حاضر نه دی؛ که څه هم ادعا یی قبلوی.

دریم حالت، ددی غوښتنی په وړاندی د افغانستان دولت غبرګون، پاکستان قبلولو او نه قبلولو نه بغیر دی. د آی اس آی مشر دا ادعا صحیم کیدو په صورت کی به کابل څنګه د آمریکا ددی غوښتنی په وړاندی مخامخ سی؟

ددی غوښتنی طرحی اساس، افغانستان دولت ملی حاکمیت صریح نقض او اهانت دی او آمریکا اشغال کی قرار نه لری، آمریکا په افغانستان کی حتی خپلو سرتیرو ډیرولو او کمولو لپاره د افغانستان معتبر مراجعو له لوری رسمی اجازی ته اړتیا لری؛ څه ورسیږی چی آمریکا په افغانستان کی د بل هیواد نظامی حضور لپاره غوښتنه وکړی!

د افغانستان دولت باید اوس شکاره کړی چی څنګه  ملی حاکمیت او استقلال په وړاندی د غربی قدرتونو لوبی په وړاندی غبرګون شکاره کړی.

https://avapress.net/vdcawun6m49nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته