دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 142983
خدمت کوونکی که استعداد وژونکی ویاندان؟
تشویق او تنبیه دوه مهم څیزونه دی چی د انسانانو په روزنه او تعلیم کی اساسی او اصولی نقش لوبوی.
تشویق او تنبیه په دومره اندازی سره د ارزښت وړ دی چی که د یو څخه بل کم سی نو دواړه حیاتی اصل به د مشکل سره مخ سی.
تجربه شکاره کړی چی هر ټولنه او هیواد دی دوو اصلو ته توجه کړی دی او هغوی ته لازم ارزښت وړکړی دی، د خپلو خلګو روزنی او تعلیم په برخه کی د قبول وړ لاسته راوړنه درلودلی دی او برعکس، هغه ټولنی چی موضوع جدی نه دی نیولی او نسبت هر یو ته لږ توجه کړی دی، خپل خلګ تربیتی ناهنجاریو سره آزار ورکړی دی.
افغانستان د هغه هیواد په حیث چی په هر دلیل سره تعلیمی او تربیتی هنجارونو او اصولو ته لږ توجه هم نه دی کړي، د هغه هیواد خلګ ددی برخی څخه لوی روانی او روحی زیان لیدلی او په دی برخه کی په نړۍ کی د زیان منونکی ملل په لیست کی لومړۍ مقام د ځان کړی دی.
تر هغه ځایه چی ددی هیواد تاریخ په یاد لری، د استعداد کشی یا استعداد وژنی او تشویق نه کونی روحیه هر وخت په ځینو خلګو کی د یو اصل په حیث شتون درلودلی دی او هر وخت هغه کسان چی عمر یی لوړ وو او د منطق او تجربی او زده کړی له لوری څخه کمزوره، نسبت نورو ته یو څو کمیسه ډیر زوړ کړۍ دی، هڅه کړی دی د کلان سالاری بی اصولی ریشی ته په کتو سره، خپل عمر څخه کم کسان تحقیر او تضعیف کړی.
بی ځایه او جاهلانه تحقیر او تضعیف کوونکی ددی تاریخ په اوږدو کی د استعداد وژنی ته ځای پریښی دی؛ په داسی ډول سره چی که په افغانستان کی یو افغان نوۍ څه کشفوله او یا په علمی او هنری او یا فنی برخه کی کوم پرمختګ کوله نه یواځی چی د دولت له خوا نه دی تشویق سوی او ستایل سوی بلکه د خلګو په واسطه نه هم تحسین او نه هم تشویق سوی دی.
داسی وضعیت په هیواد کی د امنیتی او اقتصادی مشکلاتو ترڅنګ، ځوانان او د هیواد نابغه ګان سرګردانه کړۍ دی؛ په داسی ډول سره چی دا نخبه او نابغه قشر د فعالیت او هڅی څخه په هر برخه کی پاته سوی دی او نورو هیوادونو ته د تللو لپاره مجبور کړی دی.
دا په خاص قشرکی، خو په عامه قشر کی، کوم شک شتون نه لری چی د افغانستان خلګ، په ډیرو برخو کی مستعد او سخت کوشه او خواری کشه خلګ دی او دهغو څخه په رسنیزه او خبرونو په برخه کی د استعدادونو ظهور او شکاره کیدنه دی چی ډیر ځوانان د اختیار او یا هم ناچاری له امله په هیواد کی د موجودو کاری بسترونو په ششان هغه ته مخه کړي دی او مهم داچی لکه څنګه چی رسنیزه او خبری کار کیفیت او وضعیت شکاره کوی په ښه توګه د هغه د عهدی څخه وتلی دی.
خوګویا دا وضعیت د ډیرو مقاماتو او دولتمردانو لپاره چی تر پرونه پوری د درس نه وی ویونکی خبرنګارانو او ناچاره خبرنګارانو کی قرار درلود، د تحمل وړ نه وی او د همغه استعداد وژنی او تحقیر د اساس له مخی، خپل تیر وختونه هیر کړي دی او د خپل هیواد مستعد او خواری کشه خبرنګاران (پټاټی خرڅوونکی او بی عقل) خطابوی!.
البته دا خبری ددی لپاره نه دی چی د هغه کسانو څخه ګله منده وی چی تر څو پوری چی د حکومت سره نه وو وصل سوی، د حکومت د جدی منتقدانو څخه وو او په همدی شیطنت سره، توانیدلی وو چی خپل ځان لپاره هواداران او طرفداران پیدا کړی او ماضی دا چی د قدرت سران دا بی نوایانو او د قدرت او چوکیو تږو ته، لږ توجه وکړه او د هغوی نوم د ریاست جمهوری د معاونیونو ویاندو په لیست کی اضافه کړ، دا کسان ډیر ژیر بدلون وکړ او د دولت او قدرت مدافعانو څخه سو چی ملت ورته هیرانه سو.
خو اوس! حتی که دا کسان چی د پټاټی خرڅوونی څخه د رسنیزو او خبرونو کارونو او استعدادونو ته ځان رسولی دی؛ دا بدلون نه یواځی دا چی د تحقیر او نکوهش وړ نه دی، بلکه د قدردانی وړ هم دی او داسی په نظر رسیږی چی د ولسمشر معاونینو ویاندونو کسانو ته لازم دی چی د عقل څخه ګټه واخلی او ددی پرځای چی د هیواد خبرنګارانو ته رکیک او آزار ورکوونکی خبری وکړی، د هغوی څخه تکریم او تمجید وکړی؛ چی دا کار ادب ته هم نږدی دی او هم د ریاست جمهوری ویاندانو شخصیت او مقام سره سم!
https://avapress.net/vdcc4iqs12bq0o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته