عربستانی مفتی، او د دغه هیواد د دارالفتوا مخکنی غړی، سعد بن ناصر الشتری، پرون د داعش ترهه ګره ډله، له اسلام څخه جلا شوی کافران وبلل، او ویی ویل : په هر اسلامی هیوادکی، ټولی کورنۍ دنده لری چی، د تکفیری عناصرو سره د خپلی کورنۍ د غړیو د یوځای کیدو خبر، مسئولو مراکزو ته ورکړی .
الشتری زیاته کړه : د داعشیانو سره اړیکه، یوه ستره ګناه، او حتی د اسلام له دین څخه مرتد کیدا ده .
دغه عربستانی مفتی، د داعش د ډلی عناصر، له دغی ډلی څخه جلاکیدو ته را وبلل .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)