دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 68363
امریکايي چارواکي وايي ډېر ژر به له طالبانو سره خبرې پیل کړي
امریکایي چارواکي وایي، په راتلونکو څو ورځو کې به له طالبانو سره خبرې وکړي.
تر دې مخکې پرون طالبانو د قطر په مرکز دوحه کې خپل دفتر پرانیست.
د امریکا ولسمشر وویل، د دې دفتر پرانیستل د روغې جوړې په لور لومړی ګام دی؛ خو بارک اوباما څرګنده کړه، چې دا بهیر به اسانه هم نه وي:
"موږ دا هیله نه لرو، چې دا بهیر به اسانه او ګړندی وي، خو موږ باید دا بهیر له پوځي هڅو سره یوځای موازي مخ ته یوسو او په عین وخت کې موږ خپلو پوځي هڅو ته ژمن یوو، چې القاعده ته به ماتې ورکوو او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوو."
د رویټرز اژانس په وینا، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر "برټ ایډې" د طالبانو د دفتر د پرانیستلو تر اعلان وروسته په اوسلو کې وویل؛ له تیرو څو میاشتو راهیسې په ناروې کې پټې خبرې روانې وې او د طالبانو دغو پټو خبرو دې ته لاره پرانیسته؛ چې په دوحه کې دوی سیاسي دفتر پرانیزي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdss09.yt0j96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته