دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 67343
د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ له دوه نیمو کلونو وروسته د افغان حکومت لاسته ورغله

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ له دوه نیمو کلونو وروسته د افغان حکومت لاسته ورغله.

د نورستان د والي ویاند ظاهر بهاند آزادي راډیو ته وویل؛ د وانټ وایګل په ولسوالۍ کې افغان ملي پولیسو او ملي پوځ ځواکونو په خپلو تصفیوي عملیاتو کې وسله وال مخالفان له دې ولسوالۍ څخه وشړل او ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په واک کې شوه.

په عین حال کي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د نورستان، هلمند، غزني او زابل ولایتونو په پنځو ناامنو ولسوالیو کې د راي ورکونکو د نوم لیکنې لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل، د یادو ولایتونو د وایګل، دیشو، بغران، ناوې او کاکړ په ولسوالیو کې د ناسم امنیتي وضعیت په اړه یي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یو مکتوب استولی و، خو اوس پریکړه شوې چې د نوم لیکنې تر پیل مخکي به دا سیمې د وسله والو مخالفانو له وجوده پاکې شي.
له بلي خوا، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، هر کله چې په دغو ولسوالیو کې امنیت ټینګ شي، دوي حاضر دي چې هلته د نوم لیکنې مرکزونه پرانیزي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeeni.49n0y1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته