دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 59047
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وایي، جنرال جان الن به تقاعد وکړي
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي، جنرال جان الن به تقاعد وکړي او په دې توګه به د شمالي اتلنتیک د تړون د سازمان (ناتو) د عمومې قوماندان په دندې ونه ټاکل شي.

جمهور رئیس اوباما په یوه لیکلې بیان کې ویلي، جنرال الن په افغانستان کې له ۱۹ میاشتو کار کولو وروسته غواړي، له خپلې کورنۍ سره زیات وخت تېر کړي.
په دې وروستیو کې اوازې خپرې شوې وې، چې جنرال الن به د ناتو د عمومي قوماندانۍ د دندې لپاره د جمهور رئیس اوباما وړاندېز ونه مني.
ناتو په یوې اعلامیې کي ویلي، دا سازمان د جنرال ایلن د پریکړې پوره درناوی کوي.
جنرال جان ایلن په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو د عمومي قوماندان په دندې له کار کولو وروسته، د راتلونکې کار په اړه د پریکړې لپاره زیات وخت غوښتی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmxqp.2bqo08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته