دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 45764
ملي امنیت وايي د کابل پر یوه هوټل یې د طالبانو حمله ناکامه کړې
ښاغلي طاهري د دې حملې د جزییاتو په اړه څه ونه ویل او نه یې د هغه هوټل یادونه وکړه چې د ده په وینا د دولت وسله والو مخالفانو پرې د حملې پلان درلود.
د افغانستان استخباراتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په کابل کې پر یوه نړیوال هوټل د وسله والو طالبانو د حملې مخه نیولې ده.
د ملي امنیت د ریاست ویندوی نن په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال د طالبانو شنډه شوې حمله خورا لویه او خطرناکه وبلله، ویې ویل، که دا برید شوی وای نو زیاته وینه به یې بهیولې وای.

د ملي امنیت مرستیال ویندوی شفیق الله طاهري وویل:«ترهګرو غوښتل چې پر یوه پنځه ستوریز هوټل برید وکړي. موږ د خپلو ډېرو خلکو د وژل کېدو او د یوې مهمې ودانۍ د ویجاړېدو مخه ونیوله.»

ښاغلي طاهري د دې حملې د جزییاتو په اړه څه ونه ویل او نه یې د هغه هوټل یادونه وکړه چې د ده په وینا د دولت وسله والو مخالفانو پرې د حملې پلان درلود.

طاهري وویل چې د شنډې کړای شوې حملې په اړه لا هم تحقیقات دوام لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo50o.yt0k96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته