دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 45054
یو روسي چارواکي له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ
د روسیې د پارلمان رییس وویل، چې دوی افغانستان ته د خپل مهم امنیتي شریک په سترګه ګوري او د سیمې د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان رول مهم ګڼی.
د روسیې یوه لوړ رتبه چارواکي پرون (چهارشنبه) په کابل کې د مشرانو جرګې له رییس سره په کتنه کې، له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د روسیې د پارلمان رییس وویل، چې دوی افغانستان ته د خپل مهم امنیتي شریک په سترګه ګوري او د سیمې د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان رول مهم ګڼی.

دغه چارواکي باور څرګند کړ، چې له بهرنیو ځواکونو پرته د افغانستان د امنیت د ټینګولو لپاره د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړېدل مهمه خبره ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjxdj.w6dttaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته