کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو روسي چارواکي له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ

افغان غږ آژانس(آوا) , 22 سرطان 1391 ساعت 14:04

د روسیې د پارلمان رییس وویل، چې دوی افغانستان ته د خپل مهم امنیتي شریک په سترګه ګوري او د سیمې د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان رول مهم ګڼی.


د روسیې یوه لوړ رتبه چارواکي پرون (چهارشنبه) په کابل کې د مشرانو جرګې له رییس سره په کتنه کې، له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د روسیې د پارلمان رییس وویل، چې دوی افغانستان ته د خپل مهم امنیتي شریک په سترګه ګوري او د سیمې د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان رول مهم ګڼی.

دغه چارواکي باور څرګند کړ، چې له بهرنیو ځواکونو پرته د افغانستان د امنیت د ټینګولو لپاره د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړېدل مهمه خبره ده.


د مطلب کود: 45054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45054/یو-روسي-چارواکي-له-افغانستان-سره-د-خپلو-مرستو-پر-دوام-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com