دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 296389
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی
د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې د شهیدانو نوې شمېرې اعلان کړې چې له مخې یې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۹۴ زره ۳۹۸ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

یو شمیر قربانیان اوس هم د خاورو لاندې دي او امبولانسونه او د ښار د دفاع کارمندان نشي رسیدلی.

اسرائیلي نیواکګرو تیره ورځ هم ۳ جنایتونه او قتل عام کړي چې په پایله کې یې ۴۲ تنه شهیدان او ۱۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcc4eqio2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته