کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی

15 سنبله 1403 ساعت 13:51

د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې د شهیدانو نوې شمېرې اعلان کړې چې له مخې یې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسېدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۹۴ زره ۳۹۸ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

یو شمیر قربانیان اوس هم د خاورو لاندې دي او امبولانسونه او د ښار د دفاع کارمندان نشي رسیدلی.

اسرائیلي نیواکګرو تیره ورځ هم ۳ جنایتونه او قتل عام کړي چې په پایله کې یې ۴۲ تنه شهیدان او ۱۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 296389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296389/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۴۰-زره-او-۸۶۱-تنو-ته-رسیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com