دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 296370
د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره د ترکي شرکتونو چمتووالی اعلان کړ
د کانونو او پټرولیم وزارت په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د دغه وزارت د سرپرست وزیر د کتنې خبر ورکړ او ویې ویل، چې په دې کتنه کې د افغانستان په کانونو کې پر پانګونې خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وشو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي. 

د دغه وزارت په وینا، د ترکیې سفیر څرګنده کړه چې د هغه هېواد سوداګر غواړي چې د افغانستان په کاني زېرمو پانګونه وکړي او ویې ویل: ډېر ژر به ۷۷ ترکي شرکتونه خپل عملي کار پیل کړي.

له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دې ته په اشارې سره چې هر هغه ملي او نړیوال پانګوال چې غواړي د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي، دغه وزارت به ورته زمینه برابره کړي، زیاته کړه: ترکي پانګوال کولی شي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي. 

د يادونې وړ ده، چې د ترکيې سفير د اوسني حکومت له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او په ځانګړې توګه يې د افغانستان امنيت مهم وباله.
https://avapress.com/vdccmeqix2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته