دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 296366
ترکيې ته د مصر ولسمشر له ۱۲ کلونو وروسته سفر وکړ
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې لپاره په یوه رسمي سفر انقرې ته ورسېد.
افغان غږ خبری آژانس: پرون (چهارشنبه) خبری سرچینو انقرې ته د مصر د ولسمشر د سفر خبر ورکړ.

د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې السیسی ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د انقرې په ایسنبوګا هوايي ډګر کې تود هرکلی ووایه.

د ترکیې او مصر ولسمشرانو د دغه هوايي ډګر په تالار کې لنډه غونډه وکړه او بیا د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړل.

ټاکل شوې چې د مصر او ترکیې ولسمشران د خپلې غونډې په ترڅ کې دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي.

د ترکيې او مصر د ستراتيژيکو عالي شورا غونډه به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ جوړه شي.

دا له ۱۲ کلونو وروسته ترکیې ته د مصر د ولسمشر لومړی سفر دی.

اردوغان د ۲۰۱۲ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د فبرورۍ په میاشت کې هم مصر ته سفر وکړ.

عبدالفتاح السیسي په دې لړ کښې د خپل هیواد او ترکیې تاریخي اړیکو ته په اشارې سره دغه هیواد ته د خپل سفر او له خپل ترکي سیال سره له کتنې څخه خوښي څرګنده کړه.

د مصر ولسمشر په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: خوښ یم چې ترکیې ته سفر کوم او له ښاغلي رجب طیب اردوغان سره وینم ځکه چې زموږ دواړه لرغوني هیوادونه ژورې تاریخي او د خلکو تر منځ اړیکې لري.

السیسي زیاته کړه: د ترکیې د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک له خوا د ترکیې له تاسیس راهیسې، دواړو هیوادونو په سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کې د ترکیې او مصر د خلکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره پیاوړې سیاسي اړیکې لرلې دي.
https://avapress.com/vdch--ni-23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته