دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۴
د مطلب کود : 41864
ملي امنیت وايي د کابل پر هوايي ډګر یې د لویې حملې مخه نیولې
تراوسه څرګنده نه ده چې دغو کسانو به په خپله ځانونه الوزول او که به یې دا چاودونکي مواد بل چا ته وړل.
تاند- د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې یې پنځه ځانوژونکي له سلګونو کیلوګرام چاودونکو موادو سره یو ځای نیولي دي.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی لطف الله مشعل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل:«موږ پنځه ځانمرګي له ۵۶۰ کیلوګرام چاودونکو موادو سره په یوه موټر کې د کابل د نړیوال هوايي ډګر دروازې ته نژدې ونیول.»

تراوسه څرګنده نه ده چې دغو کسانو به په خپله ځانونه الوزول او که به یې دا چاودونکي مواد بل چا ته وړل.

تر دې مخکې نن په کابل کې د امریکا سفارت اعلان وکړ چې د راتلونکو ۴۸ ساعتونو په مخه یې په کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د ادارې په شاوخوا کې د خپلو مامورینو تګ راتګ منع کړی دی.

د امریکا سفارت عموماً د امنیتي خبرداري له ترلاسه کولو وروسته خپل مامورین او اتباع له ګرځېدو منع کوي.

د مشعل له څرګندونو جلا د ملي امنيت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي:« د هېواد د سولې او ثبات دښمنانو غوښتل د شيکاګو کنفرانس د پرېکړو په غبرګون کې له یوه موټر څخه په استفادې موټرڅخه سره د هوايي ډګر پر لاره ځانمرګى بريد ترسره کړي خو مخکې تر مخکې د ملي امنيت د لوى رياست د مؤظفينو لخوا ونيول شول.»

د تېر اپریل په پتځلسمه یوشمېر ځانمرګو طالبانو د کابل ښار په دیپلوماتیکه سیمه کې اتلس ساعته جګړه وکړه، پر سفارتونو او دولتي ادارو یې ډزې وکړې.

پرون هم د ملي امنیت د ریاست ویندوی ویلي و چې په جلال اباد کې یې دولس تنه مخکې تر دې نیولي چې په دغه ښار کې د یو ایس ایډ پر دفتر برید وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayany.49n6i1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته