افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د دغه سړک جوړول د دغه ځای د اوسېدونکو لپاره مهم بولي او زیاتوي چې دغه سړک شپږ سوه متره سور او اوه متره سور لري په دوو مياشتو کې جوړېږي او په بشپړېدو سره به يې د سيمې د اوسېدونکو تګ راتګ اسانه شي.
د غزني ښاروال زياتوي، چې د دغه سړک په جوړولو اته ميليونه افغانۍ د يوې ادارې له خوا لګول شوې دي.
حمزه څرګنده کړه چې د دغه سړک د جوړولو په کار سره شپيته تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
باید وویل شي، چې په غزني ولایت کې د نویو سړکونو رغول د دغه ولایت د اوسېدونکو له هیلو څخه دي.