افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.
د چین سفیر په دې کتنه کې وویل چې د دې هېواد د ۱۰۰ میلیونه یوانو په ارزښت د مرستو دویمه جوپه به د روانې میاشتې تر پایه افغانستان ته ولېږدول شي.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست هم وویل چې د ژمي په را رسیدو سره د مهاجرینو اړتیاوې زیاتې شوي او باید ژر تر ژره دغه مرستې ترلاسه شي.
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او په خپله خوښه د ايستلو لړۍ روانه ده او راستنې شوې کورنۍ بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.