کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه یوانو په ارزښت د مرستو دویمه جوپه ولېږله

12 قوس 1403 ساعت 10:12

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د چین سفیر د دغه وزارت له رئیس سره په لیدنه کې ویلي چې د ۱۰۰ میلیون یوانو په ارزښت د دغه هېواد د مرستو دویمه جوپه به د روان کال تر پایه افغانستان ته راورسېږي. 


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

د چین سفیر په دې کتنه کې وویل چې د دې هېواد د ۱۰۰ میلیونه یوانو په ارزښت د مرستو دویمه جوپه به د روانې میاشتې تر پایه افغانستان ته ولېږدول شي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست هم وویل چې د ژمي په را رسیدو سره د مهاجرینو اړتیاوې زیاتې شوي او باید ژر تر ژره دغه مرستې ترلاسه شي.

د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او په خپله خوښه د ايستلو لړۍ روانه ده او راستنې شوې کورنۍ بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.


د مطلب کود: 301685

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301685/چین-له-افغانستان-سره-د-۱۰۰-میلیونه-یوانو-په-ارزښت-مرستو-دویمه-جوپه-ولېږله

آوا
  https://www.avapress.net