افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (د عقرب ۳۰ مه) دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه احصایې خپرې کړې او زیاته کړې یې ده چې د هېواد صادرات ۶۱ میلیونه ډالره زیات شوي دي.
د احصایې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۷۳،۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و. د شمېرو شننه ښيي، چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په پرتله په صادراتو کې ۶۱ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.
د احصايې د ملي ادارې د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت د ١٤٠٣ لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې ٩٥٤،١ ميليونه ډالرو ته رسېدلى و، چې د روان کال په غويي مياشت کې ١٨٦،٨ ميليون ډالره زياتوالى راغلى دى.
په ورته وخت کې شمېرې ښيي چې د روان کال په لړم میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو وو.
بايد يادونه وشي چې په صادراتو کې صادرات او بيا صادرات شامل دي او په وارداتو کې د برښنا له وارداتي ارزښت پرته د محصول او غير محصول واردات شامل دي.