د هېواد د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د درې اړخیزو سیالیو په دویمه لوبه کې سبا (دوشنبه، ۲۸ لړم) له متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه غونډه به د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شي. د هېواد ملي لوبډله به د متحده عربي اماراتو له هغو لوبغاړو سره مخامخ شي، چې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې یې پاکستاني لوبغاړو ته د سل منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.