دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 300676
حزب الله په تل ابیب کې د تل حمیم پر پوځي اډې توغندیز برید کړی
په تل ابیب کې د اسرائیلي پوځ د پوځي استخباراتو اړوند د «تل حم» د استخباراتو مرکزي دفتر د لومړي ځل لپاره د حزب الله د توغندیز برید له امله په نښه شو.
افغان غږ خبری آژانس: د تسنیم د راپور له مخې، د لبنان حزب الله اعلان کړی چې د خیبر عملیاتو په لړ کې یې د لومړي ځل لپاره په تل ابیب کې د «تل حم» قرارګاه (د اسرائیلي پوځ د استخباراتو په څانګه پورې تړلې) په نښه کړې ده. .
 
په دې برید کې حزب الله ځانګړي توغندي کارولي چې هویت یې نه دی څرګند کړی. د استخباراتو دغه مرکز د لبنان له پولې څخه په ۱۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
 
له دې عملیاتو وروسته حزب الله په یوه بل بیان کې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د «عکا» ښار په «شراګا» اډې د توغندیو د بریدونو په اړه اعلان وکړ. د ګولاني لوا د قوماندانۍ اداري دفتر په دې اډه کې موقعیت لري.
 
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ هم پرون (پنجشنبه) په یوې اعلامیې کښې اعلان وکړ چې په سرحدی سیمو او همداراز د فلسطین په خاوره کښې د نیواکګرو د مورچلو په خلاف په ټولیزه توګه ۳۲ مختلف عملیات ترسره کړی دی.
https://avapress.net/vdchqvnx-23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته