افغان غږ خبری آژانس: د سوریې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دمشق په څنډو کښې په المیزه او قدسیه سیمو کښې نن د صهیونیسټ رژیم په دوو هوایی حملو کښې ۱۵ کسان شهیدان او ۱۶ نور ژوبل شول.
د سوریې د روغتون سرچینو اعلان وکړ چې د ځینو ټپیانو فزیکي حالت نازک دی او د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.
د سوریې له پوځ سره تړلې یوې پوځی سرچینې وویل: نن ماسپښین شاوخوا ۱۵:۲۰ د اسرائیلو دښمنانو د سوریې د نیواک شوی ګولان له غاړې څخه د دمشق په څنډه کښې د میزې په ګاونډ او قدسیه سیمه کښې د استوګنې یو شمېر ودانۍ په نښه کړې.
هغه ټینګار وکړ چې په دغو دوو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه شهیدان او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي او ځاني او نږدې ودانیو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.
د پنجشنبې په ماښام د اسرائیلو جنګي الوتکو د دمشق په څنډو کې د «المزاح» او «قدسیه» په سیمو کې د استوګنې پر دوو ودانیو بمباري وکړه.