کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر دمشق باندی د اسراییل برید؛ ۳۱ تنه شهیدان او ټپیان شول

25 عقرب 1403 ساعت 14:16

د سوریې ددفاع وزارت په یوې بیانیې کښې دصهیونیسټ رژیم په هوایی حملو کښې چې نن سهار د دمشق په لویدیځ کښې شوی دی د ۱۵ کسانو د شهادت او د ۱۶ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی .


آوا: د سوریې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دمشق په څنډو کښې په المیزه او قدسیه سیمو کښې نن د صهیونیسټ رژیم په دوو هوایی حملو کښې ۱۵ کسان شهیدان او ۱۶ نور ژوبل شول.
 
د سوریې د روغتون سرچینو اعلان وکړ چې د ځینو ټپیانو فزیکي حالت نازک دی او د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.
 
د سوریې له پوځ سره تړلې یوې پوځی سرچینې وویل: نن ماسپښین شاوخوا ۱۵:۲۰ د اسرائیلو دښمنانو د سوریې د نیواک شوی ګولان له غاړې څخه د دمشق په څنډه کښې د میزې په ګاونډ او قدسیه سیمه کښې د استوګنې یو شمېر ودانۍ په نښه کړې.
 
هغه ټینګار وکړ چې په دغو دوو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه شهیدان او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي او ځاني او نږدې ودانیو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.
 
د پنجشنبې په ماښام د اسرائیلو جنګي الوتکو د دمشق په څنډو کې د «المزاح» او «قدسیه» په سیمو کې د استوګنې پر دوو ودانیو بمباري وکړه.


د مطلب کود: 300675

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300675/پر-دمشق-باندی-د-اسراییل-برید-۳۱-تنه-شهیدان-او-ټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.net