دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 300677
په لبنان دصهیونیسټ رژیم دتیرې شپې په حملو کښې په لسګونو کسان شهیدان او ژوبل شوي
د لبنان په جنوب او ختیځ کښې په بیروت او نورو سیمو د صهیونیسټی رژیم د تیریګرو حملو په لسګونو کسان شهیدان او ژوبل شول.
افغان غږ خبری آژانس: د الجزیرې د راپور له مخې، صهیونیسټي رژیم له تیرې شپې راهیسې د لبنان په بیلا بیلو سیمو پراخ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
 
د بعلبک الحرمل والي تیره شپه په یوه بیانیه کښې ټینګار وکړ چې د دغه ولایت د ملکي دفاع دولس غړي د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې د هغوي د استوګنې په مرکز شهیدان شول.
 
د مهر د خبر له مخې د لبنان د روغتیا وزارت هم اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کښې په سور ولایت باندې د صهیونیسټانو د توغندوی حملې په نتیجه کښې لږ تر لږه ۱۱ لبنانیان شهیدان او ۲۲ نور ژوبل شول. د دغه رپوټ له مخې د دغه هېواد په ختیځ کښې د بیکا په څو سیمو باندې د صهیونیسټی رژیم د حملو په نتیجه کښې څلور کسان شهیدان او دیارلس نور ژوبل شول.
 
په النبطیه ښار د صهیونیسټانو د راکټی حملو په نتیجه کښې دوه کسان شهیدان او ۳۰ نور ژوبل شول.
 
صهیونیسټ رژیم د لبنان په مختلفو سیمو کښې له څو ساعته صلحې وروسته نن سهار په دغه هیواد حملې بیا پیل کړې او د لبنان په جنوب کښې د کف او النقره سیمې یې په نښه کړې.
 
د الجزیرې خبریال هم د رژیم د بې پیلوټه الوتکو د څو بریدونو راپور ورکړی چې یو ساعت دمخه د بیروت په سویلي ښارګوټو کې ترسره شو. تر اوسه د دغو چاودنو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
https://avapress.net/vdciyuapyt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته