کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حزب الله په تل ابیب کې د تل حمیم پر پوځي اډې توغندیز برید کړی

25 عقرب 1403 ساعت 14:18

په تل ابیب کې د اسرائیلي پوځ د پوځي استخباراتو اړوند د «تل حم» د استخباراتو مرکزي دفتر د لومړي ځل لپاره د حزب الله د توغندیز برید له امله په نښه شو.


آوا: د تسنیم د راپور له مخې، د لبنان حزب الله اعلان کړی چې د خیبر عملیاتو په لړ کې یې د لومړي ځل لپاره په تل ابیب کې د «تل حم» قرارګاه (د اسرائیلي پوځ د استخباراتو په څانګه پورې تړلې) په نښه کړې ده. .
 
په دې برید کې حزب الله ځانګړي توغندي کارولي چې هویت یې نه دی څرګند کړی. د استخباراتو دغه مرکز د لبنان له پولې څخه په ۱۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
 
له دې عملیاتو وروسته حزب الله په یوه بل بیان کې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د «عکا» ښار په «شراګا» اډې د توغندیو د بریدونو په اړه اعلان وکړ. د ګولاني لوا د قوماندانۍ اداري دفتر په دې اډه کې موقعیت لري.
 
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ هم پرون (پنجشنبه) په یوې اعلامیې کښې اعلان وکړ چې په سرحدی سیمو او همداراز د فلسطین په خاوره کښې د نیواکګرو د مورچلو په خلاف په ټولیزه توګه ۳۲ مختلف عملیات ترسره کړی دی.


د مطلب کود: 300676

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300676/حزب-الله-په-تل-ابیب-کې-د-حمیم-پر-پوځي-اډې-توغندیز-برید-کړی

آوا
  https://www.avapress.net