افغان غږ خبری آژانس: د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وايي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د دغه ریاست له خوا د خصوصي کلینکونو په همکارۍ څه باندې څلور زره ناروغه ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کار او ټولنیزو چارو رئیس حافظ میرزا محمد منصور هم د روغتیا، پوهنې او روزنې په برخو کې له یتیمانو سره د مرستې او د بېلابېلو حرفوي پروګرامونو د پیلولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه ۱۸ زره ماشومان په زده کړو سمبال شوي دي. تر اوسه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ښارونو څخه د سوالګرو او بې کوره خلکو د راټولولو پروژه د دولتي ادارو د اجنډا په سر کې ده.