دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 300435
په تهران کې د فضل محمد حقاني او نادر یاراحمدي غونډه؛

په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د پېژندلو لپاره ګډه کمېټه جوړيږي 

په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د پېژندلو لپاره ګډه کمېټه جوړيږي 
په تهران کې د افغانستان سفارت وايي، دا پرېکړه د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د مرکز له رئیس نادر یار احمدي سره د دغه سفارت د مشر مولوي فضل محمد حقاني د کتنې پر مهال وشوه. د مهاجرینو د ستونزو د معلومولو لپاره به یوه ګډه کمیټه جوړه کړي، دغه ستونزې به وڅیړي او د افغانستان سفارت ته به یې راپور وړاندې کړي او د ایران د کورنیو چارو وزارت د ملي چارو د مرکز مسوول به وي.
افغان غږ خبری آژانس: په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت رئیس مولوي فضل محمد حقاني د وزیر له سلاکار او د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د مرکز له رئیس ښاغلي نادر یار احمدي سره وکتل.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کښې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د افغان مهاجرینو د قانوني شتون د تنظیم، هیواد ته د مهاجرینو په داوطلبانه او باعزته توګه د راستنیدو او نورو اړوندو مسائلو په هکله خبرې اترې وشوې.
د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان سفارت او د ایران د کورنیو چارو وزارت د ملي او مهاجرینو د چارو د مرکز تر منځ به د متخصصینو یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کمېټه دنده لري، چې د پرله پسې غونډو په ترڅ کې د مهاجرينو ستونزې په ګوته کړي او د لازمې پرېکړې لپاره له هراړخيزو او هر اړخيزو څېړنو وروسته د ايران سفارت او د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته راپور ورکړي.
https://avapress.net/vdcaewnem49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته