دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 300420
د روسیې په هوايي حریم کې د اوکراین ۱۷ بې پیلوټه الوتکې نسکورې شوې
د روسیې د دفاع وزارت نن (دوشنبه) اعلان وکړ چې د اوکراین د پوځ ۱۷ بې پیلوټه الوتکې د دغه هېواد په هوايي حریم کې ویشتلې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې فدراسیون د دفاع وزارت نن سهار د څو اوکراینی بې پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو خبر ورکړ.
 
دغه وزارت په یوه بیان کې اعلان کړی چې د دوشنبې په سهار وختي د روسیې پوځ د اوکراین د پوځ ۱۷ بې پیلوټه الوتکې د دغه هېواد په هوايي حریم کې ویشتلې دي.
 
د «سپوتنیک» خبري آژانس د خبر له مخې په دغه بیانیه کې راغلي دي: «د روسیې د پوځ د هوايي دفاعي سیستم د ورونژ ولایت په خاوره کې څلور اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.»
 
د روسیې د دفاع وزارت همداراز زیاته کړه: د اوکراین د دفاعی ځواکونو د تیرې شپې په ترڅ کې د اوکراین ۱۳ بې پیلوټه الوتکې هم ویجاړې کړې، چې ۱۲ یې د کرسک ولایت په خاوره او یوه د بلګورود په سیمه کې شامله ده.
 
تر دې مخکې د روسیې پوځ ویلي وو چې د یکشنبې په ورځ یې په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین د پوځ ۸۴ بې پیلوټه الوتکې د دغه هېواد په فضا کې رانسکورې کړې دي.
https://avapress.net/vdcew78x7jh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته