افغان غږ خبری آژانس: د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ نن په خپله شپږمه اعلامیه کښې اعلان وکړ: د نیواکګر په وړاندې د مقاومت او په فلسطین او لبنان کښې له خپلو خلکو سره د مرستې او د دغه جنایت په غبرګون کښې د خپلو اقداماتو د دوام په لړ کښې. غاصب رژیم د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په ګډون د ملکي وګړو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، نن دوشنبه د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اشغال شویو سیمو په شمال کې یو مهم هدف په نښه کړ.
دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ دصهیونیسټ رژیم پرضد د خپلو عملیاتو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل له تیرې شپې راهسې دا اتمه حمله ده .
له دې مخکې دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ د نیواک شویو سیمو په جنوب کښې په دوو مهمو هدفونو او د نیواک شویو سیمو په شمال کښې په دریو مهمو هدفونو د بې پیلوټه الوتکو د حملو په هکله پنځه بیانیې اعلان کړې وې .