افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۳ زره ۶۰۳ تنو ته رسیدلی چې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۵۱ کسان شهیدان او ۱۶۴ نور ژوبل شول.
د غزې د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د غزې د تړانګې په مختلفو سیمو کښې په زرګونو کسان لا هم لادرکه دي او تر خاورو لاندې دي.