دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 300403
په بامیان کې په لسګونو یتیمانو ته د آیت الله صالحي د دفتر لخوا نغدي مرسته وویشل شوه
په باميان کې د حضرت آيت الله صالحي دفتر د دغه ولايت په لسګونو يتيمانو او بې کوره ماشومانو نغدي مرستې وويشل.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د شیعه علماوو شورا د رئیس آیت الله صالحی د دفتر لخوا په بامیان ولایت کې په لسګونو یتیمانو او بې کوره ماشومانو نغدي مرسته وویشل شوه.
دغه مرستې نن یکشنبه (د عقرب ۲۰ مه) د بامیان د شیعه علماوو شورا د رئیس حجت الاسلام و المسلمین سید نصرالله واعظي او یو شمېر علماوو له خوا ووېشل شوې.
د ایت الله صالحی استازی حجت الاسلام والمسلمین محمد جواد صالحی د دغې مرستې د ویشلو په وخت وویل چې دغه مرستې په هغو کورنیو وویشل شوې چې په ډیرو سختو اقتصادی شرایطو کښې وې.
https://avapress.net/vdcfxxdmmw6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته