دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 300315
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ځانمرګی برید وغانده
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د نن ورځې ځانمرګی برید چې لسګونه کسان یې ووژل او ټپیان کړل، په کلکو ټکو غندلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عقرب د میاشتې په ۱۹ مه نیټه، د بهرنیو چارو وزارت په اکس ټولنیزه پاڼه کې یوه بیانیه خپره کړه چې اسلامي امارت د دغه برید ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په اکس پاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اورګاډي په تمځاي کې د وروستۍ چاودنه په کلکه غندي.
بلخي زیاته کړه: د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.
د يادونې وړ ده، چې نن سهار د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تمځي کې د ځانمرګي بريد له امله ٢٦ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي.
د پاکستاني رسنیو په وینا ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.
د بلوچستان لیبریشن ارمي د یوې بیانیې په خپرولو سره د دې پېښې پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې چاودنه د یوه ځانمرګي برید له امله شوې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي دغه برید غندلی دی.
https://avapress.net/vdchzvnxm23nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته